د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نن د کډوالو د منلو پروګرام د دوهم لومړیتوب (P-2)پروګرام اعلانوي، چې دغه پروګرام، د یو شمېر افغان اتباعو او د هغوی د شرایط لرونکو کورني غړو لاسرسي د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام(USRAP) ته شونی کوي.
د متحده ایالاتو موخه، سوله ییز او امن افغانستان دی. په همدې حال، په دغه هېواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي کچې زیاتېدو ته په پام سره، د متحده ایالاتو دولت په دې هڅه کې ده، ترڅو د هغو کسانو په ګډون چې د متحده ایالاتو دولت لپاره کار کړی دی، یو شمېر کسانو لپاره په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه د اوسېدو فرصت چمتو کړي. دغه پروګرام، په متحده ایالاتو کې د هغو زرګونو افغان اتباعو او د هغوی د کورني نژدې غړو لپاره چې شونی دی، له متحده ایالاتو سره د تړتیا له امله، له ګواښ سره مخ وي، خو د شرایط لرونکي کار د نشتوالي او یا هم یا له دې امله چې هغوی د کډوالي د ځانګړې ویزې SIV د ترلاسه کولو لپاره حد اقل دوه کاله نشی پوره کولی، د اوسیدو شونتیا برابروي. د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام(USRAP) ته لاسرسی د دغو کسانو د خوندیتوب په برخه کې یو مهم میکانیزم دی.
د دوهم لومړیتوب (P-2) پروګرام لپاره شرایط لرونکي کسان په لاندې توګه دي:
- هغه افغان اتباع، چې د کډوالي د ځانګړې ویزې د ترلاسه کولو شرایط ونه لري، خو د قراردادیانو د کارکوونکي، سیمه ییزو کارکوونکو، د متحده ایالاتو دولت، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو، د سوله ساتو یا ایساف ځواکونو، د غوڅ ماموریت د ځواکونو د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې یا کار کوي.
- هغه افغان اتباع، چې په هغو پروژو یا پروګرامونو کې کار کړی وي، چې د متحده ایالاتو دولت له خوا تمویلېږي، یا د متحده ایالاتو دولت له خوا ترې ملاتړ کېږي یا د همکاریو قرارداد له مخې، ترې ملاتړ کېږي.
- هغه افغان اتباع، چې په افغانستان کې له یوې امریکايي رسنیزې ادارې یا نادولتي موسسې سره کار کوي یا کار کړی دی.
افغان وګړي او د هغوی د کورنۍ شرایط لرونکي غړي (مېرمن او په هر عمر اولادونه که متاهل او یا هم مجرد وي) کولی شي، د متحده ایالاتو د یو دولتي ادارې له لارې، د P-2 پروګرام ته معرفي شي. هغه کسان، چې په یوه نادولتي موسسه یا هغه رسنۍ کې کار کړي، چې د متحده ایالاتو له خوا نه تمویلېږي، خو مرکزي دفتر یې په متحده ایالاتو کې دي، باید د دغو موسسو او ادارو د هغو لوړپوړي کارکوونکي له خوا چې د امریکا وګړی وي، معرفي شي.
د افغان اتباعو لپاره د دوهم لومړیتوب P-2) ) پروګرام:
- د بهرنیو چارو وزارت، د افغان وګړي ځانګړې ډلې، په متحده ایالاتو کې د هغوی د اوسیدو ښکاره اړتیا ته په پام سره، د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) پروګرام لپاره ټاکلې دي.
- د افغان اتباعو لپاره د P-2 پروګرام د مدیریت لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، کډوالو او پناغوښتونکو دفتر، دغه پروګرام ته د افغانانو د ورپېژندلو یوه کاري ګروپ جوړ کړی، چې د فدرال سازمانونو څخه جوړ دی، ترڅو اړوند کسان د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) پروګرام ته په مستقیمه توګه معرفي کړي.
- که کوم کس د دوهم لومړیتوب P-2) ) پروګرام له شرایطو څخه برخمن نه وي، نو کولی شي په متحده ایالاتو د اوسیدو ښکاره اړتیا په پام سره، د لمړۍ لومړېتوب (P-1) پروګرام شرایط لرونکی وي. دا هم شونی دی، چې دغه کسان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري دفتر یا د متحده ایالاتو یو سفارت یا یوه مشخصه نادولتي موسسې له خوا، د لمړۍ لومړیتوب (P-1) پروګرام ته معرفي ښي.
د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ( (USRAP پروګرام مخېنه:
- د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام(USRAP) ، په ګډه د داخلي امنیت په همکارۍ د PRM ادارې، د متحده ایالاتو د وګړو او کډوالي خدمتونو دفتر، د کډوالو د بیا مېشتېدو دفتر او د روغتیايي او بشري خدمتونو ادارې له خوا اداره کېږي.
- اوسمهال درې کتګورۍ کسان دی، چې کولی شي د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو ( (USRAپروګرام خدمتونو ته لاسرسی ولري چې “د لومړیتوبونو” په نامه یادېږي. کله چې اړونده دوسیه د USRAP پروګرام ته وړاندې کېږي، نو د پراخ امنیتي څېړنو په ګډون، نورې اړوند پړاوونه هم وهي.
- لمړۍ لومړیتوب: هغه کس دی، چې د مشخصو ادارو لکه (سفارت، مشخصو نادولتي موسسو، د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري) د اړوند کس د ظاهري اړتیاوو او شرایطو له مخې، د مشتېدو لپاره دغه پرورګرام ته وروپېژندل شي.
- دوهم لومړیتوب: هغه ځانګړې ډلې، چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په ګوته شوي او په متحده ایالاتو کې د اوسیدو لپاره د هغوی ښکاره اړتیا او شرایطو په پام سره، دغه پروګرام ته معرفی شوي وي.
- دریم لومړیتوب: هغه وګړي د دغه پروګرام له خدمتونو څخه ګټه اخیستی شي، چې د کورني غړي یې مخکې په امریکا کې مېشت شوی وي.
د دغه پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له prmpress@state.gov برېښنالیک سره اړیکه ټینګه کړئ یا www.wrapsnet.org مراجعه وکړئ.
# # #
«یادښت: هغه افغانان، چې د فرعي قراردادیانو او نورو فرعي څانګو لپاره کار کړی او یا کار کوي، د دوهم لومړېتوت P-2 پروګرام شرایط لرونکي نه دي. هغوی کولی شي، د سفارت د لومړۍ لومړیتوب پروګرام له لارې (په هغه صورت کې چې د سفارت د مستقیم کارکونکی لخوا) او یا هم دا چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمینشري یا یوه مشخصه نادولتي موسسې له خوا معرفي شوي وي، د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو له ( (USRAP پروګرام څخه ګټه واخلي.