د افغانستان ټاکنو په اړه په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت اعلامیه

موږ د کابل پارلماني ټاکنو د پایلو د وروستي کیدو هرکلۍ کوو. د ټاکنو بشپړول او د پارلمان غونډو ته د غړو ټاکل د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون او د افغانستان دموکراتیک بهیر لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

همداراز مونږ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۳ نیټې پریګره چې د رای ورکولو پر میتودونو باندې تمرکز لری او د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې په حقیقي بڼه پلي کیدی شي، یادونه کوو، او د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غواړو چې د سپتمبر ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتوالي ته خپل پام واړوي، د یو مناسب عملیاتي پلان سره سم د بودیجې غوښتنې د وړاندیز په شمول، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر بشپړولو لپاره په کافي شمیرکارکوونکې وروزي او د امنیتي وزارتونو سره همغږي وکړئ.

د افغانستان خلک د دې فرصت وړ دي چې د سپتمبر ټاکنو کې خپل راتلونکی مشرتابه د ړونو ټاکو له لارې غوره کړي. مونږ چمتو یو ترڅو د دې پروسې ملاتړ ته دوام ورکړو. اوس، مونږ له افغان چارواکو څخه غواړو چې د اړینو پریکړېو اوکړنو په برخه کې خپله ونډه ادا کړئ او د رایې ورکولو د حق په کارولو سره د افغانستان خلکو غږ واورئ.