د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دفاع وزیر لوید جي آستین خبرې

دفاع وزیر لوید جي آستین: سهار پخیر، ولسمشر غني د ویاړ ځای دی، چې په پتناګون کې ستاسې هرکلی کوم. زه په رښتینې توګه له هغه میلمه پالنې څخه مننه کوم، چې څو میاشتې مخکې مو په کابل کې له ما وکړه او ډېر خوشاله یم، چې دلته په واشنګتن کې ستاسې هرکلی کوم. ښاغلی، له تاسې او ستاسې د پلاوي له ټولو غړو څخه مننه کوم، چې دلته مو سفر وکړ.

اجازه راکړئ، چې ستاسې له رهبرۍ او د افغانستان لپاره په دغه تاریخي وخت کې ستاسې له هڅو څخه مننه وکړم. زه غواړم، له هماغه پیله، د بیا لپاره ټینګار وکړم، چې دفاع وزارت په ژوره توګه د افغانستان د امنیت او ثبات او د جګړې د پای رسېدو لپاره د سولې هوکړې ترلاسه کېدو هڅو په برخه کې پانګونه کوي. او اجازه راکړئ، د بیا لپاره له افغانستان سره د یو تلپاتۍ همکارۍ په ځانګړې توګه د پیاوړي دفاعي اړیکو په برخه کې، د متحده ایالاتو ژمنتیا تایید کړم.

زه همدا راز د متحده ایالاتو او افغانستان ځواکونو کډو سرښندنو څخه مننه کوم. تاسې پوهېږئ ښاغلي ولسمشره، هغه مهال، چې ما یونیفورم اغوستی و، زه په افغانستان کې وم، ترڅو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لومړی کنډک سره مرسته وکړم. امریکايي او افغان سرتیري په جګړو او زیاتو کلونو لپاره د ګډو موخو د ترلاسه کېدو په موخه، د یو بل ترڅنګ جنګېدلي دي او زیاترو یې قرباني هم ورکړی دی. دغه میړني نارینه وو او ښځو مهم اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګونه یې رامنځته کړل، او موږ هېڅکله نه شو کولی، د هغوی او د هغوی د کورنیو په سمه توګه قدرونه وکړو.

اوس، لکه څرنګه چې په اپریل میاشت کې مو په بروکسل کې خپله پرېکړه اعلان کړه، او روښانه مو کړه، چې متحده ایالات بیا هم د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امنیتي مرستو د دوام په برخه کې ژمن دی. زه ډاډمن یم، چې د قاطع ماموریت په پای ته رسېدو سره، موږ له افغانستان او او افغان ځواکونو سره په یو مسیر کې داخلېږو؛ دا داسې اړیکې دي، چې همدارنګه له تاسې سره مرسته کوي، چې د خپلو وګړو په وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړئ، او موږ د افغانستان دولت او پوځ سره به شریک و او موږ د خپلې ګډې موخې د ترلاسه کېدو په برخه کې په نویو لارو چارو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

بیا هم ښاغلي، له دې چې تاسې دلته یاست منندوی یم او زه د نن ورځ بحث ته منتظر یم.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني: ښاغلي وزیر، او ستاسې ویاړلي ټیم، اجازه راکړئ، لومړی د پلاوی غړي معرفی کړم: د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، صالح د ولسمشر مرستیال، ډاکټر محب د ملي امنیت شورا رییس؛ اتمر د بهرنیو چارو وزیر او په متحده ایالاتو کې زموږ سفیره رحماني.

اجازه راکړئ، د هغو ۲۴۴۸ تنو امریکایانو لپاره درناوی وړاندې کړم، چې ستاسې د امنیت او زموږ د ازادي لپاره خپل ځانونه قرباني کړل او اجازه راکړئ، تر یو میلیون زیات نارینه او ښځینه یونیفورم لرونکې، جنرالانو، افسرانو او هغو نورو نارینه او ښځینه وو څخه مننه وکړم، چې په ویاړ سره په افغانستان کې خدمت کړی دی.

تېره شپه د دغو کسانو له مخکښو او یو شمېر کورنیو سره ناسته درلوده. زموږ غوښتنه له تاسې څخه دا ده، ترڅو له دغو اتلانو څخه خپله ژوره قدرداني، مننه څرګنده کړه. هغه څه چې موږ په ګډه ترسره کړی، اجازه راکړې، چې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب، له تاسې څخه مننه وکړم، چې زموږ پر سرښندنو مو اعتراف وکړ. موږ او تاسې باید د انتخاب حق ولرو، خو ستاسې انتخاب سم انتخاب و او دغه حرکت – د خپل هغه زوی په اړه د جنرال کلي خبرې، هغه په زړه پورې کلمې دي، چې ما لوستی دی. پر دې بنسټ، زما ژوره مننه ورته ورسوئ. تاسې د یو بې ساري او ویاړلی دود و دستور استازی یاست؛ بیا هم پر دې ویاړم، چې ستاسې سره لیده کاته لرم او پر دې ویاړم، چې له تاسې سره کار کړی او اوس د دفاع وزیر په توګه.

فکر کوم، د اپریل میاشتې پرېکړه یوه استراتیژیکه پرېکړه ده، چې د ټولو حساب ته تغییر ورکړ او له جګړې څخه سولې ته د تغییر اړتیا په ګوته کوي. زه فکر کوم، د دغه چارې پایلې ژورې دي او موږ دلته یو، ترڅو د ګډ بریالیتوب د څرنګوالي په اړه یې بحث وکړو.

ما له کناګرس سره خبرې کړې دي- ما او همکارانو مې له کناګرس او نورو سره خبرې کړې دي. موږ د دې مسلې انتظار درلود او زموږ کډ تماس دا دی، چې زموږ بریالیتوب، یو ګډ بریالیتوب دی. یو نوی مشارکت ته لېږد، ډېر مهم دی. د دغه مشارکت تعریف په داسې بڼه، چې زموږ ګډې ګټې تل د متقابله درناوي او متقابل اعتماد پر بنسټ دی، ډېر مهم دی او موږ ستاسې او ولسمشر پر خبرو باور لرو، چې افغانستان د مشارکت نوی پړاو ته دننه شوی دی.

د پرېښودلو ناسم روایت، یوازې ناسم دی. موږ په ګډه ډېر څیزونه لرو او په ګډه به بریالیتوب ته ورسېږو. زموږ ترڅنګ، لطفا دا درک کړی، چې د یو ولس او یوې ټولنې په توګه زموږ هوډ، هغه هوډ دی، چې ستاسې پر ۱۸۱۶ ز. کال کې و. هغه مهال، چې ولسمشر لینکلن واشنګتن ته راغی، او داسې ښکارېده چې منزوي دی او د یوې رښتینې جګړې په درشل کې دی، خو د هغه د یووالي کړنلاره، په برخه کې کاري واقع شو. په پایله کې، د جمهوریت بریالیتوب چې تر ګواښ لاندې و، وژغورل شو. افغانستان اوسمهال هم ورته وضعیت لري. جمهوریت غښتلي او ژورې رېښې او ملاتړ لري، زه ډاډمن یم، چې په ګډه به وکولی شو، چې بریالیتوب ته ورسېږو. توپیر په دې کې دی، چې ولسمشر لینکلن له بهرني نړیوال ملاتړ څخه برخمن نه و. موږ دغه ملاتړ له ځانه سره لرو، او پر تاسې حساب کوو.

زموږ مسلې اوسمهال عملیاتي او افقي موضوعات دي. دغه اصلي موضوعات نه دي. دغه د کار پروسې پورې اړوندې مسلې دي او ما د کنګرې ښاغلو غړو ته جوته کړه، چې موږ له ملاتړ، دوه اړخیز څخه ډېر خوښ یو، خو موږ هغوی ته ډاډ ورکړی، چې دوی باید تر حد زیات اندېښمن نه وي.

خو دغه وضعیت یو شمېر ننګونې هم رامنځته کوي، خو نن ورځ سهار، چې د شمالي سیمو د مسیرونو او لارو د پرانېستي کېدو په تړاو پر بحث بوخت وو، د امنیتي ځواکونو له خوا پلخمري ته تللي لویې لارې خلاصې شوې دي، د پام وړ پرمختګونه شوی دی. اراده او ظرفیتونه شته. مسله دا ده، چې ډاډه شو، چې په هغو بحثونو کې چې له تاسې سره یې لرو، عملیاتي مسایل باید په سمه توګه درک شي.

آیا کولی شم، له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه وغواړم، چې خبرې وکړي؟

ډاکټر عبدالله عبدالله: ښاغلي وزیر، درانه همکارانو یې، دا د ویاړ ځای دی، چې د بیا لپاره له تاسې سره لیده کاته لرم، او له تاسې څخه ستاسې د ملاتړ او مشرتابه د دوام، د افغانستان د خلکو له امنیت او ثبات څخه د ملاتړ، له امله منندوی یم.

ما همدارنګه په کابل کې ستاسې د ملاقات ویاړ لاره، همدارنګه په سنتکم کې مو د لیدنې ویاړ درلود، کله چې تاسې د دې کار لپاره، د ولسمشر بایډن له خوا ټاکل شوی وئ. ما فکر کاوه، چې په سنتکم کې د امنیتي مسلو په تړاو د خبرې لپاره پراخ فرصت شتون درلود؛ خو په افغانستان کې ستاسې تجربه او مخینه او دلته ستاسې رهبري او تجربه، د لېږد دغه بهیر او پلیتابه یې شونی کړ، ترڅو زموږ ګډې ګټې خوندي شي او زموږ دښمنان چې د سولې او ثبات دښمنان او تروریستي ډلې دي، له دغې کړنلارې څخه ناوړه ګټه وانه اخلي. او همدارنګه په دغه رنګه وضعیت کې، د ثبات د رامنځته کېدو لپاره له یو بل سره د همکارۍ د څرنګوالي هم مهمه وه، پر دې بنسټ، د سولې د ملاتړ په برخه کې هڅه هم، د افغانستان د خلکو لپاره پایله لري.

زه له ولسمشر سره یو ځای، د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې خدمت کړی، د ویاړ یادونه کوم او د هغوی د خاطرو درناوی کوم او ترې مننه کوم. دغه خدمتونه، زموږ په نړۍ، زموږ په خلکو او زموږ د خلکو په ژوندانه کې د زیات تغییر لامل ګرځېدلی دی.

او تېر وختونو کې اصلي پوښتنه له سرښندونکو څخه دا وه، چې آیا زموږ یا زموږ د کورنیو سرښندنې بې ګټې دي؟ چې ځواب ورته په بشپړ ډول منفي و. لومړی تاسې له داسې یو دښمن سره جنګېدلی، چې که په هغه کړنلاره چې په افغانستان کې ترسره شوه، چې د ګډو سرښندنو په پایله کې وه، ورسره مبارزه نه کېده، نو موږ ته به سخت او زیات زیان رساوه.

دویم، د افغانستان د خلکو په ژوند کې یو لړ بدلونونه رامنځته شول. دغه بدلونونه او تغییرات تلپاتي دي. نن ورځ، ښايي هغه کسان، چې زموږ په وړاندې جنګېږي، فکر کوي، چې فرصت موجود دی، او شونی دی، چې دوی له دغه فرصت څخه ګټه واخلي، خو زه ډاډمن یم، چې د افغانستان د خلکو په هوډ او د موجوده رهبري په ارادې او په یووالي سره او همدارنګه زموږ د شریکانو د ژمنتیاوو په دوام، چې متحده ایالات په دې برخه کې زموږ اصلي شریک دی، لکه څرنګه چې په هغه بلنلیک هم راغلی، چې ولسمشر بایدن زموږ ولسمشر، زموږ ټیم او ټولو ته رالېږلی دی، نو په دغه ژمنتیا او فرصت سره، دلته د نوی فصل په اړه خبرې کېږي، ترڅو په یو کډ بریا بدله شي. زه په دې برخه کې پوره ډاډه یم.

آستین: ډاکتر عبدالله، مننه او بیا هم مننه. په دې توګه موږ به پر مخ ولاړ شو.

د خبریال پوښتنه: ښاغلی ولسمشر، آیا موږ کولی شو، د هغه استخباراتي راپور په اړه پوښتنه وکړو، چې څرګندوي، ستاسې دولت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، شپږ میاشتې دوام نه شي راوړی؟

ولسمشر غني: داسې ډېرې وړاندوینې شتون لري، چې ټولې ناسمې ثابت شوي دي.