د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد،، قطر او سیمې ته خپل سفر پیلوي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد،، د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) له استازو نه جوړ یو پلاوي سره یوځای، د جون پر ۴ مه نېټه، کابل، دوحې او سیمې ته خپل سفر پیل کړ.

دغه پلاوی، په کابل کې د افغانستان دولتي چارواکو، نورو سیاسي مشرانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره به وګوري، ترڅو د سولې روان بهیر په اړه د هغوی نظریې واوري. دغه پلاوی، د افغانستان له پرمختیا او داسې سیاسي هوکړې څخه به پر ملاتړ ټینګار وکړي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لامل کېږي. خلیلزاد همدارنګه په دوحه کې، دواړه لوري به دې ته وهڅوي، چې د داسې سیاسي هوکړې د ترلاسه کېدو پر لوري پرمختګ لړۍ چټکه کړي، چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي کوي.

خلیلزاد همدارنګه د سیمې هېوادونو له مشرانو سره به هم وګوري او د افغانستان د سولې بهیر او د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال او پرمختیا د هغه ظرفیت په تړاو به له هغوی سره خبرې وکړي، چې د افغانستان سوله کولی شي، له ځانه سره ولري.