د افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کنفرانس اعلامیه

د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس، د ۶۶ هېوادونو او ۳۲ سازمانونو په ګډون سره په انلاین بڼه او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، فنلند هېواد او ملګرو ملتونو په ګډ ریاست سره د سویس په جینوا ښار کې د ملګرو ملتونو مقر کې د «ملل په ماڼۍ» کې جوړه شوه. دغه کنفرانس په یوه فوق العاده شرایطو کې د تحول څلورکلنې دورې په پای او د کووید ۱۹ ناروغي له خپرېدا سره هممهاله، په داسې حال کې چې د سولې خبرې هم پیل شوې دي، جوړ شو. په دغه کنفرانس کې، ګډونوالو، د سولې، هوساینې، ځان بسیاینې لپاره او د ټولو افغانانو په ګټه د هڅو د دوام په موخه، له دغه تاریخي فرصت څخه د ګټه اخیستنې لپاره له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ. ګډون کوونکو همدا راز ژمنه وکړه، چې د پرمختګونو او ژمنتیاوو د ارزونې په موخه، د لوړ پوړو چارواکو غونډه پر ۲۰۲۱ ز. او د وزیرانو ناسته پر ۲۰۲۲ کال جوړه کړي.
1. موږ، د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت ( چې تر دې وروسته د افغانستان حکومت نومول کېږي) او نړیواله ټولنه، د یو خپلواکه، یوموټی، دموکراتیک او له سوله ډک افغانستان د پیاوړتیا په برخه کې د نوي مشارکت د یوې پروسې رامنځته کېدو او د ټولو افغانانو د ګټو د خوندیتوب لپاره د غوړېدا او ځان بسیاینې مسیر د پياوړتیا لپاره، خپله ژمنتیا اعلانوو. د دغه همکارۍ پر بنسټ، موږ د افغانستان د سولې او پرمختیا له چوکاټ او د افغانستان د خلکو د مشارکت له چوکاټ څخه هرکلی کوو او د متقابلې ځواب وینې په چوکاټ کې ژمنه کوو، چې د سولې د ټینګښت، دولت جوړونې او د بازار جوړولو په برخه کې روښانه او د منلو وړ پایلو ته د رسېدو په موخه، د افغانستان د خلکو له هڅو څخه ملاتړ وکړو.
2. موږ تلپاتې سولې ته د رسېدو او د جګړې پای ته رسېدو په موخه، د افغانستان د خلکو پراخ او صادقانه وړاندیزونه تاییدوو او دا منو، چې یوازې د افغانانو په مالکیت سره د سولې پروسې له لارې، چې نړیوال ملاتړ له ځانه سره ولري، تلپاتې سوله ټینګېدای شي. موږ د ټولو اړخونو د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ غوښتونکي یو، ترڅو په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.
3. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ ګڼې پرېکړه لیک په پام کې نیولو سره، موږ د ۲۰۲۰ کال د سپمتمبر پر ۱۲ مه نېټه د افغانستان د سولې خبرو اترو له پیلېدو هرکلی کوو، چې د یوې سیاسي دایمي او هراړخیزې حل لارې په توګه په پام کې ونیول شي. موږ ټینګار کوو، چې دغه لړۍ د امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک له تور لیست څخه د یو شمېر کسانو د وتلو لاره ده.
4. موږ د ټولو قومي، مذهبي او نورو لږکیو، ښځو او ځوانانو په ګډون د سولې د یوې هراړخیزې پروسې غوښتونکي وی. موږ ټینګار کوو، چې هر راز سیاسي هوکړه لیک باید د ښځو، ځوانانو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو له حقونو څخه ملاتړ او ساتنه وکړي. همدارنګه سولې او تلپاتې هوساینې ته د رسېدو په موخه د افغانانو همیشنۍ هیلې ته درناوي وکړي او د دې ترڅنګ، د قانون حاکمیت، د افغانستان نړیوالو ژمنتیاوو ته د درناوي، او د ټول شمول او ځواب ویونکې حکومتولي په ګډون، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او پرمختیاوو برخو کې د پرمختګونو د حفظ او ساتنې په تړاو د افغانان همیشنۍ غوښتنې په پام کې ولري.
5. موږ د یو موټی، خپلواک، سوله ییز او دموکراتیک افغانستان د رامنځته کېدو په موخه د افغانستان دولت د هڅو پر ارزښت ټینګار کوو. په دې برخه کې موږ د خپلواکو رسنیو په ګډون د مدني ټولنې معنالرونکې ونډه د ارزښت وړ ګڼو. د راتلونکې سیاسي حل لارې په اړه د افغانستان د خلکو د مستقلانه تصمیم نیونې حق ته د درناوي ترڅنګ، موږ ټینګار کوو، چې د کار پایله، لکه څرنګه چې په ځلورم پاراګراف کې یې یادونه شوي، د نړیوالو راتلونکو مرستو پر بڼه او ملاتړ کې، کره ونډه لري.
6. موږ ټینګار کوو، نړیوالې پرمختیايي مرستې او سویل له سویل سره همکارۍ د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا ډېر زیات ارزښت لري. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، ترڅو سولې ته د رسېدو، بیارغونې او راتلونکې پرمختیا په موخه، له افغانستان څخه خپل مالي ملاتړو ته دوام ورکړي.
7. موږ دا منو، چې د تلپاتې پرمختیا په برخه کې امنیت او ثبات ډېر زیات ارزښت لري. موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي مخ په زیاتېدونکې کچې او امنیتي شرایطو په تړاو، ډېره زیاته اندېښنه لرو؛ په ځانګړې توګه ملکيان پکې زیانمن کېږي، موږ د بیړنی اوربند غوښتونکی یو او د دې غوښتنه کوو، چې نړیوالو بشري قوانینو ته په بشپړه توګه درناوی وشي.
8. موږ همدا راز د افغانستان او سیمې لپاره د تروریزم له ګواښ په تړاو ژوره اندېښنه لرو، او په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو تروریستي نړیوالو ډلو د شتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګندوو. موږ هر راز تروریستي فعالیت په ډېرو سختو ټکو غندو او د دغه موضوع پر اهمیت ټینګار کوو، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښ او یا پرې د برید لپاره، د داعش، القاعدې او یا نورو نړیوالو تروریستي ډلو له خوا ونه کارول شي؛ او طالبان یا هره اداره، ډله یا بل افغان وګړی، باید د نورو هېوادونو په خاوره کې د فعالو تروریستانو څخه ملاتړ ونه کړي.
9. موږ، د ظرفیتونو د لوړاوي او رامنځته کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي پولیسو په ګډون، پر اهمیت ټینګار کوو، چې دغه چاره د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم ارزښتمن دی.
10. موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د پباوړتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان له اوږدمهالې ژمنتیا پر مهمه ونډه ټینګار کوو او په خپلو دنده کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالي دفتر له اوسنیو هڅو څخه مننه کوو.
11. موږ د مسوولیت مننې په روحیې سره، د ښې حکومتولۍ د پرمختیا، قانون حاکمیت، د انتقالي عدالت په ګډون، د خپلو ژمنتیاوو د ترسره کولو په موخه، د افغانستان دولت د اقداماتو پر اهمیت ټینګار کوو، او پر د ې باوری یو، چې دغه موضوعات د سولې اوسنی بهیر، د بودجې مصرفولو او د هېواد په لر او بر کې له فساد سره د مبارزې لپاره له مهمو مولفو څخه دي.
12. موږ، د سولې او ثبات د پراختیا په موخه، د افغانستان د سیمه ییزې موقعیت او سیمه ییزو همکاریو پر ارزښت ټینګار کوو، او د ځمکني پل په توګه د افغانستان پر جغرافیايي او جیوپولیتکي موقعیت په رسمیت پېژنو.
13. موږ په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلي، تولید او سوداګرۍ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو، او دا هم وایو، چې دغه څه، د سیمه ییزې او تر هغه ها خوا د سولې او ثبات لپاره ننګونې رامنځته کوي. د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو څخه غواړو، چې د دغه ګواښ سره د مبارزې په موخه، د نړیوالې، سیمه ییزې او د سیمې دننه خپلو هڅو ته دوام او په کچه کې یې زیاتوالی راولي.
14. موږ د افغانستان اقتصادي پراختیا، چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق له لارې په وروستیو کلونو کې ترلاسه شوي دي، تاییدوو. او همدارنګه په دې برخه کې د خصوصي سکتور پر ونډه ټینګار کوو، په داسې حال کې چې د عاید د جوړېدو او د پانګونې لپاره مناسبه فضا رامنځته کېدو او د ښځو له مشارکت سره ملګرې وي. موږ د اقتصادي اصلاحاتو په پلیتابه کې د قواوو پر تجدید پر اړتیا ټینګار کوو او ژمنه کوو، چې د تلپاتې پرمختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې، د افغانستان له خلکو سره خپلې ژمنې او اوږدمهالې مرستې تجدیدوو.
15. موږ له ښکېلو لورو څخه غواړو، چې د افغان کډوالو د خوندي، ابرومندانه او په خپله خوښه راستنېدو او د هغوی د ادغام په برخه کې همکاري وکړي؛ او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه مننه کوو، چې لا هم د افغان کډوالو کوربه دي.
16. موږ همدا راز له افغان دولت، نړیوالو همکارانو او ګاونډي هېوادونو څخه غواړو، ترڅو د ګډو همکاریو او مشترکو اقداماتو د پیاوړتیا له لارې، د انسان قاجاق او د کډوالو قاچاق له شبکو سره مبارزه وکړي، او د دغه پدیدې مخنیوی وکړي.
17. په راتلونکي کې د بشري مرستو د دوام پر اړتیا خبر یو او له همدې امله، د بشري فعالانو ازاده لاسرسي د بشري اصولو په رعایت سره، د هېواد په ټولو برخو کې یو.
18. موږ د کوویډ ۱۹ له امله رامنځته شویو عمده ننګونو او پر افغانستان باندې یې اغېزو او بدلونونو په تړاو باور لرو، او په دې برخه کې د افغانستان له خلکو څخه د خپلې دوامدارې همکارې په تړاو ژمنه کوو.
19. موږ پر ۲۰۲۱ کې د لوړ پوړو چارواکو د غونډې جوړېدو او پر ۲۰۲۰ ز. کال د وزیرانو ناستې جوړېدو ته هیله من یو، ترڅو د تحول لسیزې پای ته رسېدو په پام سره، د افغانستان د پرمختګ کجه وارزوي.