د افغانستان د ۲۰۲۰ ز. کال په کنفرانس کې د متحده ایالاتو ګدون

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دسیاسي چارو مرستیال ډیوید هیل، د افغانستان د ۲۰۲۰ کال په هغه کنفرانس کې، چې د نومبر پر ۲۳-۲۴ مه جوړېږي، د متحده ایالاتو د پلاوي مشري کوي. دغه ناسته، شپږم څلورکلنی ناسته ده، چې په هغه کې نژدې ۷۰ مرستندوی هېوادونه او سازمانونه، د افغانستان لپاره د نړیوالو پراختیایي مرستو د همغږي کولو په موخه برخه اخلي. دغه کنفرانس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، فنلنډ هېواد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویې پلاوي (یوناما) په کوربه توب ترسره کېږي.

په سیاسي چاروکی د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ښاغلي هیل، په دغه کنفرانس کې به د متحده ایالاتو په استازولی یوه بیانیه وړاندې کړي او همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر مایکل آر پمپو ویډیويي پیغام د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۴ مه د سهار پر ۱۰:۴۵ وړاندې کېږي. د دغه کنفرانس ترڅنګ، د اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو د ګټورتیا په تړاو د متحده ایالاتو په مشري، د متحده ایالاتو، یوه بله رسمي جانبي ناسته د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۲۳ مه نېټه هم ترسره کېږي، چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي د ادارې مرستیال جان بارسا په کې وینا کوي. په دغه کنفرانس کې د متحده یالاتو په رسمي پلاوي کې به د افغانستان په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالي راس ویلسن، په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازي اَندرو برمبرگ، د ښځو په نړیوالو چارو کې لوی سفیر کلی. ای. کوري، د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال دین تامپسن، د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت د استازی مرستیال نانسی ایزو جکسن، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې د اسیا په دفتر کې د عملیاتي بورډ مرستیال خاویر پیدرا او د افغانستان لپاره د دغې ادارې د ماموریت مسوول تینا دولی جونز هم شامل وي. د متحده ایالاتو پلاوي به په دغه کنفرانس کې د یو امن، باثباته، دموکراتیک، پرځان بسیا او هغه افغانستان چې د خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وی، په تړاو پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړي.

سفیر راس ویلسن د پلاوي د یوې غړي په توګه به د نومبر پر ۲۳ مه نېټه د اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو د ګټورتیا په تړاو رسمي جانبي ناسته کې، له متحده ایالاتو څخه استازولی وکړي. نوموړی به د تلپاتې سولې، له فساد سره د مبارزې لپاره د سازماني او ټولنیزو کړنلارو د رامنځته کېدو په برخه کې، د نومبر پر ۲۳ ناسته کې خبرې وکړي. هغه به همدا راز د یو پنلیست په توګه د سولې په فوق العاده غونډه کې د نومبر پر ۲۳ مه نېټه ګډون وکړي.
د دغه کنفرانس ټول بهیر په ژوندې بڼه د ملګرو ملتونو د وېبپاڼې له لارې: (http://webtv.un.org/ ) خپرېږي. د دغه کنفرانس په تړاو نور معلومات په ځانګړې توګه د دغه کنفرانس د ناستو مهالوېشونو په تړاو معلومات، په دغه آدرس کې: https://um.fi/afghanistan-conference-2020 د لاسرسي وړ ده. په یاد ولرئ، چې د دغه کنفرانس لپاره ټول وختونه، د سویس د جینوا په وخت، ښودل کېږي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د مهربانۍ له مخې، دغه ادرس: https://um.fi/afghanistan-conference-2020-for-media ته مراجعه وکړئ. له # افغانستان 2020، له لاری، دغه کنفرانس په توییتر کې هم تعقیبولای شئ.