د افغانستان د ولسمشر، ښاغلي اشرف غني سره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د عمومي رئیسې، مېرمن سمینټا پاور ټلیفوني اړیکه

د سرپرستې ویاندې، آغلې پوجا جونجونوالا له قوله:

پرون ورځ، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې عمومي رئیسې مېرمن سمینټا پاور د افغانستان د ولسمشر ښاغلي اشرف سره د افغانستان د حکومت او ولس، په ځانګړي توګه افغان مېرمنو او انجونو، سره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د تلپاتې ملګرتیا په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

مېرمن پاور او ولسمشر غني د افغان حکومت د لومړیتوبونو — لکه د خصوصي سکتور د ودې په موخه د افغان محصولاتو لپاره د بازارونو د پراختیا، او د ښوونې او روزنې او عامې روغتیا په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنو د لا پرمختګ — سره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د تمرکز ساحو د همغږۍ د څرنګوالي په اړه بحث وکړ. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې عمومي رئیسې، مېرمن سمینټا پاور، همدارنګه د بشري مرستو په برخه کې د وروستۍ ۲۶۶ میلیونو ډالرو مرستې له لارې د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې دامریکا متحده ایالاتو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.