د افغانستان د ملي پخلاينې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي کابل ته سفر وکړ

په کابل کې د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه

د افغانستان د ملي پخلاينې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، سفير زلمي خليل‌زاد د نومبر د ۱۰مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې کابل ته سفر وکړ.  د دغه سفر په ترڅ کې ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د حکومت د ننه او بهر په افغانستان کې د ښکېلو شخصيتونو سره وکتل. هغه د ولسمشر غني، اجرائيه رئيس عبدالله او نورو حکومتي چارواکو، د بېلابېلو سياسي ډلو د استازو  او د سولې د عالي شورا د غړو سره خبرې اترې وکړې. په دغو ليدنو کتنو کې ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د افغانانو تر منځ د مذاکراتو څخه چې د جګړې د ختمولو لپاره اړين دي، د متحده ايالاتو د دولت په ملاتړ ټينګار وکړ.

###