د افغانستان د سولې لپاره د متحده آیالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له کابل څخه خپله لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سولې لپاره د متحده آیالتونو ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد او ورسره پلاوي د فبروري په ۲مه نیټه افغانستان ته خپل ګټور سفر پای ته ورسوه.

ښاغلي خلیلزاد د ملي یووالي حکومت له مشرانو، ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره د متحده آیالتونو د هڅو په اړه مشورې ترسره کړې ترڅو د جګړې پای ته رسولو لپاره سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي. دوی له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د مذاکراتو په برخه کې د متحده آیالتونو وروستیو هڅو باندې هم خبرې وکړې ترڅو د متحده آیالتونو او طالبانو تر منځ موافقې، د افغانانو ترمنځ مذاکراتو، او د تلپاتې سولې په ملاتړ هراړخیز او دایمي اوربند ته لاره هواره شي.

ښاغلي خلیلزاد له یو شمیر نورو افغان مشرانو سره هم سلا مشورې وکړې ترڅو د دوی نظریات هم واوري. په خپلو ټولو لیدنو کې، ښاغلي خلیلزاد پدې ټکي ټینګار وکړ چې افغانان باید د ټول شموله اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم په تشکیل او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره چمتووالي باندې خپل تمرکز ته دوام ورکړي.