د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل د افغانستان په اړه پرانېستونکې وینا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه

سه شنبه، د اپرېل ۲۷، ۲۰۲۱

له ښاغلي رئیس، لوړ رتبه مامورینو او د کمېټې له قدرمنو غړو مننه کوم. ډېر خوښ یم چې نن ورځ دلته یم ترڅو په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ په اړه بحث وکړم. څرنګه چې پوهېږئ، ولسمشر بایډن خپله پرېکړه اعلان کړې چې د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل پیل او د سپټمبر تر یوولسمې یې پای ته ورسوي. دغه پرېکړه په تېرو شلو کلونو کې په دغه هېواد کې د متحدو ایالتونو ماموریت، په عملي ډګر کې اوسنیو شته واقعیتونو، زموږ لپاره د اوسنیو شته غوراویو او د هغو د پایلو او همدارنګه د نړیوال وضعیت او ننګونو په پام کې نیولو سره دولتي او نادولتي فعالانو ته په پاملرنې چې زموږ هېواد اړ دی ترڅو په نښه یې کړي، له پراخې بیاکتنې وروسته ونیول شوه.

څرنګه چې ولسمشر د اپرېل پر ۱۴ مه په خپلو خبرو کې وویل، نوموړي د څلورو قضاوتونو پر اساس دا پرېکړه وکړه:

  1. د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته زموږ اصلي هدف په افغانستان کې د القاعده له منځه وړل وو. د دغه شبکې په فعالیتونو کې د پام وړ کمی راغلی او ورک مشر اسامه بن لادن یې عدالت ته راوړل شوی دی.
  2. له ۲۰۰۱ ز.کال راهیسې نړۍ بدله شوې ده. د القاعده په ګډون، له جغرافیوي اړخه د ترهګرۍ ګواښ په افریقا، منځني ختیځ او اسیا کې تیت او پرک شوی دی. موږ د خپل ځان پر وړاندې بېړنۍ ننګونې لرو: مخ پر ودې ګواښوونکی چین، نړیوالې وبا ته ماته ورکول او له سایبري ګواښونو سره د مبارزې او رامنځته کېدونکې ټېکنالوجۍ د ادارې لپاره د اتحاد پیاوړي کول. موږ باید د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره جګړه وکړو ، نه د تېرو ۲۰ کلونو لپاره.
  3. په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو له پالیسۍ سره دوام نور معقول نه دی. دا به له متناسبو پایلو پرته لوړ لګښتونه له ځانه سره ولري.
  4. د هوکړې پلیتابه لا دمخه داسې وه چې امریکايي او ایتلافي ځواکونه به د دې کال مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وځي؛ خو بېرته راګرځېدل به له طالبانو سره د نه بښونکې جګړې په مانا وي، هغه جګړه چې تر نامعلومې مودې به دوام وکړي.

باید روښانه شي چې د موجوده وضعیت د دوام لپاره هېڅ کوم غوراوي شتون نه درلود. ولسمشر څرګنده کړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ساتل زموږ له ملي ګټو څخه نه دي.

په راتلونکو میاشتو کې به موږ له ناټو او عملیاتي شریکانو سره په همغږۍ خپل ځواکونه په مسولانه، پوره غور او خوندیتوب وباسو. موږ طالبانو ته په ډاګه کړې چې که زموږ له وتلو وروسته دوی په مونږ باندې برید وکړي، نو په قوت سره به له خپلو ځانونو دفاع وکړو.

موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ظرفیتونه له سره تنظیم کړو، ترڅو له افغانستان څخه د راټوکېدونکو ترهګریزو ګواښونو د څار او مخنیوي په موخه د وړتیا ډاډ ترلاسه شي. موږ به په سیمه کې اساسي ځایونه ولرو او له افغان امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو شریکانو سره به له نږدې کار ته دوام ورکړو. موږ به طالبان د هغوی د ژمنو پر وړاندې مسول وګڼو چې القاعده او یا هم بله هره ترهګریزه ډله د افغانستان خاوره زموږ پر ضد د بریدونو لپاره له کارولو څخه منع کړي. که ترهګریز ګواښ پېښ شي، نو موږ د ځواب لپاره چمتو یو.

ان که موږ خپل پوځي ځواکونه هم وباسو، نو د سولې له پروسې به ډېپلوماتیک ملاتړ ته دوام ورکړو او له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو چې د نږدې تېر منفي نمونو په مخنیوي سره په کلکه د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو په هڅولو او مرستو تمرکز وکړي.

افغانان پخپله، په ټولو اړخونو کې مشران او بانفوذه شخصیتونو باید پر دې پوه شي چې د ملي مسولو شخصیتونو په توګه، دوی باید د خپل شخصي یا ډله ییز واک پر ځای ګډه لاره غوره کړي. په افغانستان کې دا د ټولو مشرانو مسولیت دی، هغوی چې د زده­کړې امتیاز یې ترلاسه کړی، سوداګر، ځوانان چې د نفوس ۶۰ سلنه جوړوي، بزګر ټول اړ دي چې له جګړې وروسته د باثباته اقتصاد پر بیاجوړونه تمرکز وکړي. سیمه او نړۍ اړ دي چې له مشورې او مرستې سره ښکېل پاتې شي.

زموږ له اړخه، متحد ایالتونه به له افغانستان سره له دوامداره مشارکت ملاتړ وکړي او زموږ متحدینو او شریکانو په ډاګه کړې چې دوی به هم ورته عمل ترسره کړي. د کانګرس په ملاتړ، د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې له لارې له افغانستان سره زموږ مشارکت ملکي خدمتونه او امنیتي مرستې ډاډمنوي. دا په اساسي ډول له جګړه­ییزو عملیاتو او اړوند ماموریت څخه ملاتړ دی، چې د درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغان پوځيانو او پولیسو له لوري ترسره کېږي: دوی د خپل هېواد لپاره حیاتي پانګه ده او زموږ د پانګونې ارزښت لري.

موږ د خپل سفارت ساتلو اراده لرو او په روانو خبرو اترو کې د هغوی معنا لرونکې ونډې او له ټولنې د مناسبې استازولۍ په ګډون به پراختیايي مرستو، د اقتصادي پانګونو ودې او د لږکیو او ښځو لپاره د لاسته راوړنو خوندي کولو ته دوام ورکړو. دغه ماموریت زما لپاره شخصي مهم دی. خوشبختانه چې د ۲۰۰۰ ز.کلونو په لومړیو کې مې په افغانستان کې د سفیر په توګه د اساسي قانون مقرراتو د منلو په هڅونه کې چې د ښځو له حقونو یې ملاتړ کاوه، کوچنی رول ترسره کړی دی. په دې وروستیو کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت په مذاکراتي ټیم کې د ښځو د شمولیت لپاره مې مبارزه کړې ده؛ دوی په مستقیم او اغېزمن ډول طالبان د خبرو اترو په مېز کې ښکېل کړل، د طالبانو فکر او کړنې ننګوي او په خپل شتون او مهارتونو سره دا په ډاګه کوي چې له ۲۰۰۱ ز.کال را په دېخوا په افغانستان کې مهم ټولنیز پرمختګونه شوي دي. موږ په ورته ډول په راتلونکي کې د سولې په هر ډول هڅو کې د ښځو د شمولیت لپاره فشار راوړو.

تاسو پوهېږئ، دا زما او د وزیر لپاره مهمه ده چې څو ځله مې د مارک فرېرېکس د خوشې کېدو غوښتنه کړې، څوک چې د ۲۰۲۰ ز.کال د فبرورۍ راهیسې له طالبانو سره بندي دی. همدارنګه، د هغه په استازولۍ مې له مهمو قطري او پاکستاني چارواکو ملاتړ کړی دی. طالبان په داسې حال کې چې غواړي له متحدو ایالتونو سره د دوښمنۍ دغه څپرکي ته د پای ټکی کېږدي، خو دوی باید پر دې پوه شي، تر هغې چې یاد امریکايي وګړی یې له ځانه سره یرغمل نیولی وي، دغې موخې ته نه شي رسېدلی.

موږ به خپلې ژمنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ پر پایلو متمرکزې د سولې پروسې پر وړاندې نوې کړو. له کلونو راهیسې اوسمهال دا څرګنده ده، په افغانستان کې د جګړې لپاره پوځي حل لاره نشته چې د څلوېښتو کلونو را په دېخوا دوام لري. پخپله په هېواد کې دننه د خبرو اترو مېشتېدل چې د سیمه ییزو قدرتونو له لوري یې ملاتړ شوی وي، دوامداره ثبات یوازینۍ لاره ده.

موږ له دواړو اړخونو او په پراخه کچه له نورو ښکېلو غاړو سره ژوره ډېپلوماسي تعقیبوو، ترڅو اړخونه وهڅوو چې د سولې پروسه چټکه او سیاسي جوړجاړی، دایمي او هر اړخیز اوربند رامنځته کړي. موږ د سولې جوړجاړي د څرنګوالي په اړه چې څرنګه ترلاسه شي، پروپوزلونه شریک کړي دي، ترڅو دغه پروسه چټکه او پرمختګ وکړي او همدارنګه ګټور بحثونه یې هم رامنځته کړي دي. په افغانستان کې له سیاسي ډګره مشران سره راټول شوي چې د یادو پروپوزلونو او د سولې راتلونکې پروسې چمتووالي ته په ځواب کې وړاندیزونه ترتیب کړي. البته دا د دې ښکارندويي کوي چې دغه پروسه نتیجه ورکونکې ده.

ملګرو ملتونو هوکړه کړې چې د سولې له پروسې، په اوربند کې د هغوی له تخصص څخه په ګټې اخیستنې، د پروسې ډیزاین او په اساسي قانون کې له اصلاحاتو څخه په ملاتړ کې خپل رول زیات کړي. موږ د افغان سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو دوامداره رول ته په مهمه سترګه ګورو. له قطر او ملګرو ملتونو سره یوځای، ترکیه چمتو ده چې په استانبول کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د لوړې کچې خبرو کوربه وي. فرصتونه چمتو دي، همدارنګه د مرستې لپاره نړیواله اراده هم پیاوړې ده، نو اوسمهال دا د افغان حکومت او طالبانو په مشرانو پورې اړه لري چې له  دغه فرصت ګټه واخلي.

لکه څرنګه چې دغې کمېټې په ښه ډول درک کړې، پاکستان له سولې څخه په ملاتړ کې ځانګړی رول لري چې ترسره یې کړي او له څو اونیو راهیسې د متحدو ایالتونو لوړ رتبه چارواکي او زه له پاکستاني مشرانو سره په نږدې اړیکه کې یو. موږ له پاکستاني مشرانو غوښتي چې پر طالبانو د پام وړ نفوذ وکاروي ترڅو تاوتریخوالی راکم کړي او له خبرو اترو ملاتړ وکړي. پاکستاني مشرانو په عمومي ډول او د متحدو ایالتونو د چارواکو پر وړاندې ټینګار کړی چې دوی له پوځي لارې د طالبانو له واک ته رسېدو څخه ملاتړ نه کوي. زه باوري یم، دوی پوه شوي دي چې د کورنۍ جګړې په بېرته راګرځېدو سره به نه یوازې افغانستان بلکې پاکستان هم له ناوړو پایلو سرخ مخامخ شي.

طالبان باید پر دې پوه شي چې دوی د دوو مختلفو راتلونکو ترمنځ انتخاب لري: دوی کولی شي سولې ته د خبرو اترو لار غوره کړي، له تاوتریخوالي او بلواګرې ډلې څخه سیاسي خوځښت ته بدلون وکړي او له خپلو افغانانو سره یوځای شي، چې هېواد یې په نړیواله ټولنه کې درناوی لري. خو که دوی له خبرو اترو سره مخالفت وکړي او پر ځای یې له پوځي لارې واک ته رسېدل تعقیب کړي، نو دوی به نه یوازې د متحدو ایالتونو له لوري بلکې زموږ د متحدینو، شریکانو او سیمې له لوري هم له مخالفت سره مخامخ شي. دوی به له انزوا، سیمه­ییز مخالفت، بندیزونو او د نړیوالې ټولنې له رسوايۍ سره مخامخ شي. په سیمه­ییزه او نړیواله کچه د طالبانو له لوري د پوځي واک ته رسېدو پر ضد د پام وړ اجماع شته.

اجازه راکړئ یوځل بیا تکرار کړم، ان که موږ خپل پوځونه په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان څخه وباسو، نو متحد ایالتونه به بیا هم د یوه ثابت شریک په توګه له افغانستان سره پاتې شي. زموږ لید د سولې، پرمختګ او سیمه­ییز نښلوونکي، سوداګرۍ او همکارۍ لپاره دی. موږ به خپل ملاتړ ته دوام ورکوو، ځکه افغانان له خپل هېواد څخه دفاع کوي او همدارنګه موږ به خپلې هڅې دوامداره وساتو ترڅو له خبرو اترو او پراخ اوربند ملاتړ وکړو.

د دغه فرصت لپاره مننه چې د موضوع په اړه مو تازه معلومات ورکړل. تاسو زما ډاډ درلودلی شئ چې زه به په خپل ټول توان سره په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې زیاتې کړم. په پای کې غواړم په ګوته کړم هغه څه چې په تېرو دوه لسیزو کې متحدو ایالتونو، تاسو او ستاسو ټاکنیزو حوزو د افغانستان لپاره ترسره کړي دي، ډېر زیات او ویاړلي دي. په یونیفورم کې زموږ نارینه او ښځینه وو خپل ژوند قرباني کړی دی او په زرګونه اوس د هغوی د خدمتونو په پایله کې له دایمي فزیکي او نورو معلولیتونو سره ژوند کوي. موږ د دغې هڅې لپاره چې له موږ لېرې ټولنه ثبات او پرمختګ وکړي، په سلګونه ملیارد ډالر ورکړي دي، دا نه یوازې د دې لپاره چې ترهګرو د سپټمبر یوولسمه هلته پلان کړې وه، بلکې د دې لپاره چې د ملیونونو ښځو او نجونو کړاو، نوې راټوکېدلې مدني ټولنه چې پیاوړې او په خپلواک ډول یې وده کړې او په ښارونو او کلیو کې د سولې په اړه په ملیونونه نورې کورنۍ مو په پام کې نیولې دي. موږ غواړو زموږ پانګونې او قربانۍ د ارزښت وړ وي او که راتلونکې میاشتې په مناسب ډول هدایت کړو، نو باور لرم چې دا به پېښ شي. په پای کې، په هر صورت، دا به په افغانانو پورې اړه ولري چې دوی له خپلو فرصتونو ګټه پورته کړي. زموږ پوځونه د دې وړ دي چې خپلو کورونو ته راشي او افغانستان د خپلو ملګرو په مرسته او هڅونې سره د دې وړ دی چې د مخ ته تګ لپاره خپله لاره ومومي.

مننه یو ځل بیا او ستاسو پوښتنو ته سترګې په لار یم.