د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په اړه د بهرنیو چارو وزير پامپیو اعلاميه
د ولسمشر ټرمپ او د امريکا د خلکو په استازيتوب، افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د نهنويمې کليزې مبارکي وايم چې د اګسټ په ۱۹مه نېټه يې لمانځي.
مونږ د سوله ايزې او هوسا راتلونکې لپاره د افغانانو د هڅو دوام د ستايلو وړ بولو. متحده ايالات د سولې د راوستلو په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو څخه غوڅ ملاتړ کوي. د بهرنيو چارو د وزير په توګه، ما تېره مياشت افغانستان ته د خپل لومړني سفر په بهير کې ټينګار وکړ چې متحده ايالات او افغانستان تلپاتې ملګري دي. د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ستاسو ترڅنګ ولاړ یو او په راتلونکي کال کې د رڼو او باوري ټاکنو ترسره کولو له لارې د ولسواکه حکومتدارۍ د پیاوړتیا په برخه کې ستاسو ملاتړ کوو.
زمونږ تر منځ د ټينګو اړيکو بنسټ د خوندي، ټيکاومنې او هوسا راتلونکې لپاره زمونږ په ګډ لرليد باندې ولاړ دی. مونږ د خپلواکۍ په لمانځنه کې د افغانانو سره يوځای کېږو او غواړو چې د خپل هېواد د سوله ايزې راتلونکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.