د افغانستان په چارو کې د نړۍ د هېوادونو – استرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس، بریتانیې او متحده ایالاتو ځانګړي استازي د فبرورۍ په ۲۰ مه د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشر او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي هم په دې غونډه کې په د څارونکو په توګه ګډون کړی و.
د افغانستان په چارو کې استازي او ځانګړي استازي:
1- په افغانستان کې د امنیت او ثبات په وړاندې مخ په زیاتیدونکي ګواښونه او د بشري او اقتصادي وضعیت خرابیدل د ژورې اندیښنې وړ دي. دا مهال څه باندې ۲۸ میلیونه څخه ډیر افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي او شپږ میلیونه نور خلک د قحطۍ سره مخ دي.
2- د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا د افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د زیاتیدونکي خرابوالي او ګڼو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او همدارنګه د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو او نورو محرومو ډلو په اړه د اندیښنو ټینګار وکړ.
2.1- د ۲۰۲۲په دسمبر کې د طالبانو پریکړه چې ښځو او انجونو ته په پوهنتونونو کې د زده کړې حق او په بهرنیو غیر حکومتی موسسو کې د کار کولو حق نه ورکول کیږي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکوریدو وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د خپلو حقونو د ترسره کولو په فرصتونو کې یو شمیر نورې زیانمنونکي سرغړونې او محدودیتونه وضع شوي دي .دوی د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړلې او ښځې یې د عامه ژوند له ټولو برخو څخه لیرې کړې، چې دا ټول پریکړې په کلکه وغندل شول.
2.2- دا ټولې پرېکړې نه یوازې د افغان مېرمنو حقونه او ازادي له ګواښ سره مخ کوي، بلکې که د هېواد نیمايي نفوس له معقول ګډون څخه محروم شي ، د هېواد ټولنیز او اقتصادي پرمختګ چې هر څوک ورته سخته اړتیا لري، ډېر زیانمن شي. همدارنګه،.په دې هم ټینګار وشوچې بشردوستانه مرستې په عادلانه یا مؤثره توګه نشي رسول کیدی که چیرې د تبعیض پالیسي یا عملونو لخوا محدود وي؛
2.3- د ټولو نه منلو وړ محدودیتونو د سمدستي لیرې کولو غوښتنه، ځکه چې د دې ډول محدودیتونو لګول به ډیرو افغانانو ته د ډیرو بشري مرستو رسولو مخه ونیسي چې ورته اړتیا لري.
3- د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابوالي او همدارنګه د هیواد د بیا رغولو او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د طالبانو مسؤلیت دي.. همدارنګه د افغانانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو بهیر باید د طالبانو له اصلي اندېښنو څخه وي، نه د محدودیتونو لګول.
4- په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د جدي ګواښونو زیاتوالی لکه د داعش خراسان څانګې، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو د هیواد دننه، سیمه او بهر امنیت او ثبات سخت اغیزمن کړی دی. او له طالبانو غوښتل شوي چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او دې ډلو ته خوندي پټنځایونه نه ورکوي.
5- په افغانستان کې د سولې او ثبات په لاسته راوړلو ټینګار، یو باوري او ټول شموله ملي ډیالوګ ته اړتیا لري چې د اساسي قانون له مخې د یوه استازي او ټول شموله سیاسي نظام پر بنسټ ولاړه وي..
6- په ټینګار سره چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۵۹۳ (۲۰۲۱) پریکړه لیک کې له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې تمې په واضح ډول روښانه کړې او په ورته وخت کې د دغه سازمان په ورپسې پریکړه لیکونو کې هم ټینګار شوی چې په هېواد کې سوله او ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کول حیاتي ګڼل کېږي. (۱)- د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې د ګواښونو او بریدونو لپاره نه کارول کېږي او په ورته وخت کې د ترهګرو د پناهځایونو، روزنې او یا د ترهګریزو کړنو د پلان او تمویل لپاره نه کارول کېږي. (2) د ملګرو ملتونو او بشردوستانه سازمانونو لپاره د خدماتو او مرستې چمتو کولو لپاره غیر مشروط او خوندي لاسرسی (3) د ښځو او د اقلیتونو د غړو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی. (۴) د سیاسي جوړجاړي تعقیب او د هر اړخیزو خبرو اترو ترڅنګ د قانون حاکمیت پلي کول، البته د ښځو په پوره، مساوي او معنی لرونکي ګډون سره (۵)هغه کسان چې غواړي بهر ته سفر وکړي باید اجازه ورکړل شي چې په آزاده توګه سفر وکړي
7- د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د کار او فعالیتونو ستاینه وشوه، همدارنګه د یوناما دفتر، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او یو شمېر نورو غیر حکومتی ادارو مهم او ځانګړي کارونه او فعالیتونه وستایل شول، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي او د خورا سخت ټولنیز او بشري ناورین له لارې مرسته کوي.په ورته وخت کې ټینګار وشو چې غیرحکومتی موسسې کولای شي خپلې عملیاتي پرېکړې د بین الا اداری دایمي کمېټې له اصولو او د تمویل کونکو اصولو سره سم او همدارنګه د اړوندې ارزونې له مخې د مصؤنیت او خوندیتوب په نظر کې نیولو سره وکړي.
8- له هغو افغانانو سره چې د دغه بشري ناورین له اغیزو ځپلي دي، د مرستو پر دوام، البته د زیانمن شویو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو، د قومي او مذهبي اقلیتونو غړو او د ښځو په مشرۍ د کورنیو په اړه، ټینګار وشو. دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اړه هم یادونه وشوه چې دا د افغانانو په ګټه ده او دا مرستې باید له هر ډول مداخلې پرته ولګول شي او دا هم په ډاګه شوه چې دا ډول کړنې له افغانستان سره د اړیکو په عادي کولو کې د پرمختګ نښه نه ده.
9- په افغانستان کې له مخ پر ودې وضعیت سره د مقابلې لپاره له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د لا زیاتې هماهنګۍ د رامنځته کولو او د ژورو اړیکو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وشو. او له هغو احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وشول چې د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخ کوي او له افغانستان څخه سرچینه اخلي. همدارنګه د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو سره د ښکیلتیا په برخه کې د مسلمان اکثریت هیوادونو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د هڅو ستاینه وکړه او د هغه مشرتابه هرکلی یې وکړ چې دوی یې ښوونې او روزنې ته د لاسرسي په څیر مسلو کې نوښت ښودلي دي.
10- د افغانستان وضعیت او پرمختګونه باید په جدي او دوامداره توګه وڅیړل شي، د نړیوالې ټولنې د غړو ترمنځ همغږي ټینګه شي، البته د افغانستان راتلونکو پرمختګونو ته په پام او د افغانانو د ګټو په نظر کې نیولو سره.
11- د دې غونډې د کوربه توب له فرانسې څخه مننه او قدرداني وشوه او په نږدې راتلونکي کې د ځانګړو استازو لخوا د دا ډول غونډې د بیا تنظیمولو په لټه او سترګې په لار یو.