د امريکا د متحده ايالاتو سفير جان ر. بس نن د افغانستان د ولسمشرۍ په ارګ مانۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل باور ليک ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.
سفیر بس وویل: “ویاړم چې خپل باور لیک ولسمشر غنی ته وړاندې کوم.” هغه زیاته کړه: “زه د افغانستان د حکومت او ټولو خلکو سره همکارۍ ته چمتو یم، ترڅو په ګډه د افغانستان لپاره د سوله ایزې، خوندي او سوکاله راتلونکې د برابرولو هڅو ته دوام ورکړو.”
سفیر بس به د قانون د حاکميت څخه د ملاتړ او د فساد د ټولو ډولونو سره د مبارزې په ګډون، د افغانستان د اقتصادي او سياسي اوږدمهاله پراختيا څخه د متحده ايالاتو د ملاتړ چارې وڅاري. هغه به د خپل ماموريت په اوږدو کې د سويلي آسيا لپاره د متحده ايالاتو د ستراتېژۍ د يوې برخې په توګه، هېواد او سيمې ته د سولې، امنيت او ټيکاو د راوستلو لپاره په هڅو باندې ډېر تمرکز وکړي.
سفیر بس د بهرنیو چارو وزارت مسلکي مامور دی چې د ډیپلوماټیکو خدماتو څه باندې درې لسیزې کاري مخينه لري، او په دې وروستيو کې يې، د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په ترکیه کې او د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې په ګرجستان کې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړي په عراق، ایټالیا، بلجیم او چاډ کې هم د متحده ایالاتو په ماموریتونو کې کار کړی دی، او همدارنګه يې د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر ډېک چیني د دارالانشاء د مشر، د بهرنیو چارو د مرستيال وزیر سټروب ټالبوټ د سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت د اجرائيوي رئيس او د عملیاتو د مرکز د مشر په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
نوموړی د یوې حکومتي مامورې او د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د یوه افسر زوی دی. ښاغلی بس د نیویارک ایالت په شمال کې زېږېدلی دی او د سېراکیوز پوهنتون څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړی دی. نوموړي په ۱۹۸۸ کې د خپلو ډیپلوماټیکو فعالیتونو د پیل کولو څخه مخکې د یوې جريدې د مسئوول مدیر په توګه کار کاوه. د سفير بس سره به په کابل کې د ماموريت پر مهال، د هغه مېرمن هالي هولزر ملتيا کوي چې هغه هم د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکې ده.
سفیر جان بس د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د ځانګړي شارزدافېرسفیر هوګو لارِنس ځای ناستې دی چې د ماموریت يې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۶مه پای ته ورسېد.