د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتيار سره د ليدنې په تړاو په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر سفير هوګو لارِنس پيغام

په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارِنس د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتیار سره وکتل.

د دغې ليدنې په ترڅ کې، سفير لارِنس د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تاريخي هوکړې د برياليتوب او پلي کېدو څخه د متحده ايالاتو د دولت ملاتړ يو ځل بيا څرګند کړ او د افغانستان د حکومت او خلکو په مشرۍ د سولې د يوې جامع پروسې په حياتي اړتيا يې ټينګار وکړ.

سفير لارِنس د سولې او ولسواکۍ لپاره د حکمتيار ژمنې ته ښه راغلاست ووايه، او د ټيکاو د ساتلو او سولې ته د لاسرسي په موخه د بشر حقونو، د اساسي قانون احکامو او د بيان آزادۍ ته درناوي يې ارزښتمن وباله.

دواړو هوکړه وکړه چې د سولې او په هره سيمه او ټبر پورې تړلو ټولو افغانانو ته د سوکالۍ د ګډې موخې د لاسته راوړلو لپاره د اعتبار وړ، پراخو او رڼو ټاکنو ترسره کول زيات ارزښت لري.

###