زموږ ټول افغان دوستانو او همکارانو ته دې اختر مبارک وي!
هیله لرم چې د روژې دغه مبارکه میاشت تاسو او ستاسو عزیزانو ته بدله (عوض) ورکوونکې وي. زموږ د سفارت کارکونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د ایمان، سخاوت، سولې او مهربانۍ پيغامونه شریک کړي دي. دعا کوم چې د اختر دغه رخصتۍ به د نوي ژوند پیل وي.
په کابل کې د سید الشهدا پر ښوونځي له برید یوازې څو ورځې تېرېږي – چې په معصومو نجونو او زدهکړې ته د ټولو افغانانو په حق باندې وېرونکی برید و. متحده ایالات به د ښځو د حقونو په ګډون، په افغانستان کې د زدهکړې او بشري حقونو ملاتړ ته په کلکه دوام ورکړي. موږ د ژوندانه په ټولو برخو کې د ښځو مساوي استازیتوب ته سترګې په لار یو، په ځانګړي ډول د سولي په خبرو اترو کې د دوی معنا لرونکی ګډون ته چې عادلانه او تل پاتې سوله راولي.
ما د افغانستان له ډېری مشرانو او وګړو سره خبرې وکړې. دوی د راتلونکي لپاره هیلې لري چې جګړې ورته لاسرسی ناشونی کړی دی. دوی د دې هېواد لپاره برخلیک انځوروي چې یوازې له سولې سره یې تصور کېدلی شي. دوی د نېک نظر له لارې داسې په ډاګه کوي چې په ډاډ سره د خپلو ماشومانو لپاره د ښه ژوند خوب ګوري. د افغانانو د سترګو له لارې، د دې هېواد روښانه راتلونکی لیدلی شو. دا اختر، زه د دې هېواد او ټولو وګړو لپاره د سولې، هوساینې، باور او مهربانه راتلونکي په هیله یم.
تاسو ته د خوښۍ او سوله ییز اختر هېله کوم!