خلیلزاد ، د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ، قطر څخه لیدنه کوي

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ښاغلی خليلزاد د سپټمبر په ۴ مه دوحه، قطر ته روان شو. ټاکل شوې ده نوموړی سیمې ته د بین الافغانی مذاکراتو د ګړندی پیل لپاره یو لړ سفرونه ولري.

د افغانستان خلک د تاوتریخوالي د تلپاتی کمیدو او سیاسي جوړجاړي لپاره چې وکولای شې جګړه پای ته ورسوي، چمتو دي. افغان مشران باید له دغه تاریخي فرصت څخه د تلپاتې سولې لپاره ګټه واخلي. ټولو خواوو دهغو خندونو د لری کولو چې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره شتون درلود، کوټلي ګامونه اخیستي دي. اوس د بین الافغانی مذاکراتو د پیل وخت دی.