تر دوه اړخیزو ناسته مخکې، د ولسمشر جوبایډن او ولسمشر محمداشرف غني خبرې

ولسمشر جوبایدن: د دوو پخوانیو دوستانو لیدنه د ویاړ ځای ده. موږ د ساعتونو لپاره په وار وار په افغانستان کې سره لیدلی دی. او هغوی ته دلته ښه راغلاست وایم. هغوی دا فرصت درلود، چې ټول پلاوی، د دولت له ټولو اصلي فعالانو له دفاع وزیر څخه نیولی تر سي. آی. اي پورې وګوري. او دلته په سپینه ماڼۍ کې د هغوی حضور څخه هر کلی کوم.

د افغانسستان او متحده ایالاتو ګډون (مشارکت)پای ته نه رسېږي. دغه ګډون به دوام ولري. او پر دې پوهېږئ، چې زموږ ځواکونه ښايي له دغه هېواد څخه د وتلو په حال کې وي، خو له افغانستان څخه زموږ ملاتړ دوام لري، په ځانګړې توګه له دغه هېواد د ساتنې او ملاتړ په برخه کې، همدارنګه د پوځ د ساتنې په برخه کې مرسته او د دې ترڅنګ له دغه هېواد سره زموږ سیاسي او اقتصادي مرستې به دوام ولري.

او دواړه ډېره سخته دنده لرلې ده. هر وخت فکر کوم، ستونزمن کار مې پیدا کړی دی، فکر کوم، ښاغلی ولسمشره.

ولسمشر غني: (خاندي)

ولسمشر بایدن: خو، په جدي توګه، زه – هغوی په دې هڅه کې یو، ترڅو د افغان مشرانو ترمنځ یووالي رامنځته کړو – په ټول پلاوي کې.

او – او هغوی دې ته اړ دي – افغانان باید د خپلې راتلونکي په تړاو او د هغه څه په اړه چې یې غواړي، پرېکړه وکړي؛ یعنې هغه څه چې هغوی غواړي. خو زموږ نشتوالی به مرسته ونه کړي. په دغه هېواد بې ګټه تاوتریخوالي جریان لري، چې باید پای ته ورسېږي، خو ډېر ستونزمن به وي.

خو موږ غواړو او هڅه کوو، ترڅو خپلې هڅې ترسره کړو، ترڅو دا وګورو، چې تاسې د خپل اړتیا وړ ابزار په خپل واک کې لرئ.

ولسمشر غني: ښه، مننه، ښاغلي ولسمشره. لومړی، تر هر څه مخکې، اجاره راکړئ، د هغو ۲۴۴۸ تنو امریکایانو ته، چې په افغانستان کې ځانونه قربان کړي دي، او تر یو میلیون زیاتو امریکايي وګړو ته، چې په ویاړ سره ستاسې د امنیت او زموږ د ازادي لپاره خدمت کړی دی، خپل درناوی وړاندې کړم.

متحده ایالاتو په دغو کلونو له هېڅ راز هڅو څخه سپما نه ده کړې، او د یو ولس په توګه منندوی یم، غواړم پرې اعتراف وکړم.

ولسمشر بایدن: مننه.

ولسمشر غني: – د امریکايي سرتیرو له کورنیو څخه مننه کوم.

دویم، د ولسمشر بایډن پرېکړه، تاریخي پرېکړه ده. دغه چاره د دې لامل شوی، چې ټول کسان له نوې محاسبې او بیاکتنې سره مخ شي، موږ دلته یو، ترڅو دغه پرېکړې ته درناوی او ترې ملاتړ وکړو.

درېیم، موږ د خپلو اړیکو نوی فصل ته د داخلېدو په درشل کې یو، چې په دې برخه کې له متحده ایالاتو سره مشارکت او همکارۍ نه یوازې پوځي، بلکې ټولیز او د ګډو ګټو په اړه وي. او موږ د دغه مشارکت له پلیتابه څخه ډېر خوښ یو. له تاسې څخه د لومړیتوبونو د سپارښتنې په تړاو منندوی یم.

د افغانستان ولس په هغه تاريخي پړاو کې قرار لري، چې متحده ایالات پر ۱۸۶۱ ز.کال کې قرار درلود. هغه مهال، ولسمشر لینکلن په یووالي او یوموټي سره له جمهوریت څخه د دفاع پرېکړه وکړه. دا د ارزښتونو یو انتخاب دی.

موږ هوډمن یو، چې ملي یووالي، انسجام او احساس او ملي سرښندنې ولرو او له هېڅ څخه به سپما ونه کړو.

یوازې ستاسې د معلوماتو لپاره: د افغانستان دفاعي ځواکونو نن ورځ د هېواد په سویل او شمال کې شپږ ولسوالۍ بېرته نیولي دي. دغه څه زموږ هوډ څرګندوي. پر دې بنسټ، هیله من یم، چې هېڅوک برنارد شاو پر موږ تحمیل نه کړي – تر دې مخکې چې کومه پېښه رامنځته شي، زموږ د مرګ په اړه اغراق کوي.

اجازه راکړئ، چې دا درک کړو، چې د ستر لېږد په درشل کې، هرڅه رامنځته کېدای شي. خو تاسې به ووینئ، چې په کلک هوډ او په یووالي او مشارکت سره، پر ټولو ننګونو به برلاسی شو. مننه، ښاغلی ولسمشره.

ولسمشر بایدن: له تاسې ټولو څخه مننه.

له ولمسشر څخه پوښتنه: آیا پر دوویشت نیم کلونو د درک شووین د محکومیت په اړه کوم غبرګون لرئ؟

ولسمشر بایدن: ما پر دې نه دي توانیدلي، د هغه څه په اړه څه واورم، چې رامنځته شوی دی. پر کلونو بند محکوم شوی دی؟

سوال: دوه ویشت نیم کاله.

ولسمشر بایدن: ښه، زه – له هغو ټولو شرایطو څخه چې په پام کې نیول شوی، خبر نه لرم، خو زما په اند، د لارښودونو په چوکاټ کې، دغه مناسبه موده ده.

مننه.