امنیتي خبرداری- د جنوري ۱۷- ۲۰۲۱

ځای: ټول افغانستان

په وروستیو اوونیو کې، په ټول افغانستان د تروریستي بریدونو، سړې تښتونې، جنايي جرمونو او مدني ناارامیو پېښې زیاتې شوې دي. هوټلونه، هستوګنې مجتمعونه، ملګرو ملتونو سازمانونه، سفارتونه او هغه نورې سیمې، چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو د اتباعو د تګ راتګ او تجمع ځای دی، له زیات ګواښ سره مخ دی. په کابل کې د امریکا سفارت، ټولو امریکايي اتباعو ته یادونه کوي، چې افغانستان ته د سفر مشوره اوسمهال د جرمونو، تروریستي بریدونو، کورنیو ناارامیو، سړې تښتونې، جګړې او کووید ۱۹ له امله، په ۴ مه درجه (سفر مه کوئ) کې قرار لري. هغه امریکايي وګړي، چې تر دې مخکې، په افغانستان کې مېشت دی، باید دغه هېواد پرېږدي. خو که تاسو پرېکړه کړیده، چې پاتې شئ، یوازې باید هغه محدود سفرونه ترسره کړئ، چې ډېر زیات اړین وي.

د خوندي سفر کوونکو  (STEP)  په پروګرام کې د نوملیکنې لپاره، له موږ سره مرسته وکړئ. که هغه امریکايي وګړي، پېژنئ، چې تراوسه پورې یې په دغه پروګرام نوملیکنه نه ده کړې، نو هغوی وهڅوئ، چې له https://step.state.gov ویب پاڼې څخه لیدنه وکړي او همدا نن نوملیکنه وکړي.

هغه اقدامات چې باید ترسره شي:

  • خپل شخصي امنیتي پروګرامونو باندې بیاکتنه وکړئ.
  • خپل چارچاپېر ته پاملرنه وکړئ.
  • هغو ځایونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ، چې د لویدیځوالو (اروپانو) د تجمع پر ځای مشهور دی.
  • ټیت پروفایل وساتي.
  • د خپل تګ راتګ او سفر په مسیرونو او وختونو کې تغییر رامنځته کړئ.
  • خپل نا اړین سفرونه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوئ.

مرسته:

  • د امریکايي اتباعو د خدمتونو واحد، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، افغانستان، کابل ښار، د مسعود بززګ سړک، د راډیو افغانستان او عامې روغتیا وزارت ترمنځ. . +93-700-114-000 یا +93 -700-108-00 (له رسمی وخت وروسته)

KabulACS@state.gov
https://af.usembassy.gov/u-s-citizen-services/

  • د بهرنیو چارو وزارت –قونسوليچارې

888-407-4747  یا 202-501-4444