امنیتي خبرداری- د امریکا سفارت – کابل (د مارچ ۱۸مه، ۲۰۲۱)

ځای: ټول افغانستان

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، په افغانستان کې ټول مېشت امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکوي، چې د نوروز د نمانځنې په مناسبت، مراسمونه او لویې غونډې او ناستې به کېدای شي د تروریستي پېښو موخه وي. د متحده ایالاتو اتباع، باید د لوړې کچې امنیتي اقداماتو په پام کې ونیسي، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې  ټرافېکي ستونزې او د سړکونو بندوالی.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، د نوروز جشن له امله به د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۱ مه نېټه ۲۰۲۱) رخصت وي. د متحده ایالاتو هغه اتباع، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، کولی شي د متحده ایالاتو د اتباعو د خدمتونو څانګې سره اړیکه ونیسي، چې د تماس معلومات یې په لاندې برخه کې ذکر شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت، ټولو امریکايي اتباعو ته یادونه کوي، چې افغانستان ته د سفر مشوره اوسمهال د جرمونو، تروریستي بریدونو، کورنیو ناارامیو، سړې تښتونې، جګړې او کووید ۱۹ له امله، په ۴ مه درجه (سفر مه کوئ) کې قرار لري. هغه امریکايي وګړي، چې تر دې مخکې، په افغانستان کې مېشت دی، باید دغه هېواد پرېږدي. خو که تاسو پرېکړه کړیده، چې پاتې شئ، یوازې باید هغه محدود سفرونه ترسره کړئ، چې ډېر زیات اړین وي.

هغه اقدامات چې باید ترسره شي:

  • په لویو غونډو، تجمعاتو او لاریونونو کې له حضور څخه ډډه وکړئ.
  • خپل نا اړین سفرونه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوئ.
  • د خپل سفر او تګ راتګ پلان په اړه یو باوري کس ته خبر ورکړئ.
  • د خپل شاوخوا او اوسیدو ځای امنیتي پرمختیاوو په اړه باید باخبره واوسئ.
  • سیمه ییزې رسنۍ تعقیب کړئ.
  • پر خپل امنیتي پلان بیاکتنه وکړئ.

مرسته:

  • د امریکايي اتباعو د خدمتونو څانګه، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، کابل – افغانستان ، د مسعود بززګ سړک، د ملي راډیو ټلویزیون او عامې روغتیا وزارت ترمنځ. . +93-700-114-000 یا +93 -700-108-00 (له رسمی وخت وروسته)

ایمیل

KabulACS​@state.gov
https://af.usembassy.gov/

  • د بهرنیو چارو وزارت –قونسولي چارې

888-407-4747  یا 202-501-4444

  • د افغانستان په اړه معلومات
  • افغانستان ته د سفر کولو مشورې

 

  • د خوندي سفر کوونکو په پروګرام (STEP) کې نوملیکنه وکړئ، ترڅو امنیتي آپدیټ ترلاسه کړئ.
  • موږ په فیسبوک او توییټر کې تعقیب کړئ.