امنیتي خبرداری- د امریکا سفارت – کابل )د ۲۰۲۱ ز. کال د می ۱۵مه)

 امنیتي خبردارید امریکا سفارت – کابل )د ۲۰۲۱ ز. کال د می ۱۵مه)

ځای: ټول افغانستان

پېښه: له تاریخي پلوه، په افغانستان کې د اختر رخصتیو ورسته د تاوتریخوالي کچه زیاتېږي. له همدې امله، د متحده ایالاتو ټولو اتباعو ته سپارښتنه کېږي چې په عامه ځایونو کې لکه؛ په عامو جشنونو، بازارونو، جوماتونو او بانکونو کې احتیاط وکړي. د متحده ایالاتو دولت لاهم د بهرني اتباعو د اختطاف او همداراز د ترهګرو لخوا پر هوټلونو، استوګنځایونو، چک پاینټونو، دولتي تاسیساتو او هوایی ډګرونو د بریدونو په اړه اندېښنه لري.

سفارت د متحده ایالاتو اتباعو ته یادونه کوي چې د ۲۰۲۱ ز. کال د اپریل په ۲۷ مه نېټه، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا سفارت څخه د متحده ایالاتو د هغوحکومتي کارکونکو د وتلو امر وکړ کوم چې کولای شې خپلې دندې په کابل کې د مخ پر زیاتېدونکې تاوتریخوالي او ګواښونو له امله په بل ځای کې ترسره کړي. په کابل کې د امریکا سفارت، ټولو امریکايي اتباعو ته یادونه کوي، چې افغانستان ته د سفر مشوره اوسمهال د جرمونو، تروریستي بریدونو، کورنیو ناارامیو، سړې تښتونې، جګړې او د کووید-  ۱۹ وېروس له امله، په ۴ مه درجه (سفر مه کوئ) کې قرار لري. د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر څخه سوداګریزې الوتنې ترسره کېږي او د امریکا سفارت دخپلو اتباعو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو ژر تر ژره له افغانستانه د وتلو پلان ترتیب کړي. د امنیتی شرایطو او کارکونکو د کمښت له امله، په افغانستان کې د متحده ایالاتو له اتباعو سره د امریکا سفارت د مرستې وړتیا خورا محدود دی.

 

هغه اقدامات چې باید ترسره شي:

  • له افغانستان څخه د وتلو لپاره سوداګریزې الوتنې وکاروئ.
  • د هغو الوتنو د پلانونه څخه استفاده وکړئ چې د متحده ایالاتو حکومت مرستې پورې تړلي ندي.
  • په هغه ځایونو کې چې د بهرنېو اتباعو تګ را تګ ډیر دي، هوښیار واوسئ.
  • د خپل چاپیریال (شاوخوا) څخه باخبره واوسئ.
  •  ټیټ پروفایل وساتئ.
  • د خپل سفر او تګ راتګ پلان په اړه یو باوري کس ته خبر ورکړئ.
  • د خپل شاوخوا او اوسیدو ځای امنیتي پراختیا په اړه باید باخبره واوسئ.
  • سیمه ییزې رسنۍ تعقیب کړئ.
  • پر خپل شخصي امنیتي پلان بیاکتنه وکړئ.

 

مرسته:

  • د امریکايي اتباعو د خدمتونو څانګه، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، افغانستان، کابل ښار، د مسعود بزرګسړک، د ملي راډیو ټلویزیون او عامې روغتیا وزارت ترمنځ. . +93-700-114-000یا+93 -700-108-00 (له رسمی وخت وروسته)

KabulACS​@state.gov
https://af.usembassy.gov/

  • د بهرنیو چارو وزارت –قونسولي چارې

888-407-4747  یا 202-501-4444

  • د افغانستان په اړه معلومات
  • افغانستان ته د سفر کولو مشورې