نن متحده ایالاتو د USAID ادارې له طریقه په افغانستان کې له جنسیتي برابرۍ او له ښځو ځواکمنتیا څخه د ملاتړ لپاره د ۳۰ میلیون ډالرو د ژمنې اعلان وکړه. دغه بسپنه د UN-Women ادارې له لارې په اړوندو برخو کې تطبیقیږي.
«د افغانو ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره د اړین خدمتونو» پروګرام د ټولنیزې ساتنې خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسۍ کچه زیاتوي؛ د مدني ټولنې ښځينه نهادونو لپاره چې په افغانستان کې د ښځو حقونو د پرمختګ په ډګر کې فعالیت کوي لازمې سرچینې برابروي او د هغوی ملاتړ کوي؛ او د سوداګریز مهارتونو او پراختیا اړوند روزنو، او له ښځینه تشبثاتو څخه د ملاتړ له لارې د ښځو اقتصادي توان ته پراختیا ورکوي.
طالبانو د افغانو ښځو او نجونو ترټولو بسنټیز حقونه په شدیده توګه محدود کړي دي. ګن شمیرې ښځې او نجونې د طالبانو په حکم خپلو کورونو کې ناستې دي. د روغتیا په شان له ځینو دندو پرته په نورو برخو کې ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې. په ډیرو ولایتونو کې له شپږم تولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې او د پوهنتونو ښځینه محصلین ډیر زیات ځورول کیږي. په ټوله کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. طالبانو د بشري حقونو مدافعین او خبریالان په نښه او ګواښوي او د مدني ټولنې د ښځینه نهادونو پر آزاد او خپلواک فعالیت یې مخ په زیاتیدونکي قیودات وضع کړي دي.
د USAID ادارې دغه مالي مرسته د متحده ایالاتو د حکومت ژمنه چې د بشري حقونو او فرصتونو د تر لاسه کولو په مبارزه کې د افغانو ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی تاییدوي. یاده مرسته د مدني ټولنې له ښځینه نهادونو څخه چې په دې وروستیو لسیزو کې د افغانستان د ښځو حقونو د پرمختګ په دګر کې یې بنسټیز رول لوبولی د مستقیم ملاتړ زمینه برابروي. د UN-Women له ادارې سره دغه مالي ژمنه ټولنیز مرکزونو ته چې د ښځو لخوا پر مخ بیول کیږي او حقوقي مرستې، روغتیایي پاملرنې، رواني-ټولنیز ملاتړ، مشورې او مسلکي روزنې وړاندې کوي د اړمنو ښځو او نجونو لاسرسۍ تامینوي. همداراز دغه بسپنه د UN-Women ادارې ته فرصت ورکوي ترڅو د افغانو ښځو د معیشت اړوند بیړنۍ اړتیاو ته رسیدنه او له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو په خصوصي سکتور کې د ښکیلتیا له لارې خپلې عایداتي خوندیتوب تامین کړي. خصوصي سکتور کې د افغانو ښځو ښکیلتیا دندې زیاتوي او ښځو ته لاره خلاصوي چې واړه، کوچني او منځني تجارتونه پیل او یا له سره پیل کړي.