د تعلیم او د روزنې حق د ترلاسه کولو په برخه کې له افغان ماشومانو او په خاصه توګه له تنکي ځوانو نجونو څخه د نړیوال ملاتړ د زیاتوالي لپاره، د USAID اداره او د UNICEF اداره د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو یو تړون لاسلیک کړل. د طالبانو د مارچ میاشتې تر اعلان وروسته چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې وتړل، دا د افغانستان د پوهنې سکتور په برخه کې د USAID ادارې نوې مرسته ده.
د USAID ادارې له دې مرستې څخه په استفادې سره د UNICEF اداره به لازمې سرچینې ولري او له سلګونو زرو اړمنو افغانانو سره اړینې نغدې مرستې وکړي ترڅو هغوی خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي که نه نو کیدای شي د هغوی ماشومان د روان بشري، اقتصادي او سیاسي ناورینونو له کبله له ښوونځي څخه پاتې او یا هم پریښودو ته یې اړ شي. دا مرسته د افغان ولس او د UNICEF ادارې سره د USAID ادارې د همکاریو دوام ده او دا ډاډمنوي چې زده کوونکو د لوست، لیک او ریاضي په شان د بنسټیز مهارتونو د زده کړې لپاره لازمو آسانتیاو ته لاسرسۍ ولري.
د تیرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې، د USAID اداره په مستقیمه توګه د افغانستان د پوهنې نظام په جوړښت، پراختیا او د کیفیت په وده کې ونده اخیستې ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، خوندیِ، با کیفیتې او مناسبې زده کړې د ۱.۱ میلیون تنکي ځوانو نجونو په ګدون چې تر دې وړاندې په ثانوي ښوونځیو کې یي زده کړې کولې د ډیرو افغانانو لپاره نور شتون او حقیقت نه لري. د افغانستان له پوهنې سکتور څخه د پیاوړي ملاتړ ترشا چې ښایي د ښځينه ښوونکو روزنه، د درسي کتابونو چمتو کول، او د تنکي ځوانې او ښوونځي ته برابرې نجونو له کورنیو سره مستقیمې مرستې پکې شاملې وي د USAID ادارې هدف د مهارت لرونکي ښځينه ښوونکو د ساتلو او په لومړنۍ او ثانوۍ کچو د انجونو د زده کړې لپاره د لازم شرایطو رامنځته کول دی.
د دې تړون لاسلیک، د اکادمیکو زده کړو د دوام، ښځو ته په ځانګړې ډول د تعلیمي او روزنیز فرصتونو د رامنځ ته کولو، او د ښوونکو او زده کوونکو د خوندیتوب او هوساینې د تامینولو په لور د افغانستان پوهنې سره د USAID ادارې ټولو مرستو ته پراختیا ورکوي.