افغانستان ته د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه

د اکټوبر په ۲۳مه نېټه، د بهرنيو چارو وزير ټېلرسن د کابل په شمال د بګرام هوایي دګر کې د ولسمشر غني سره وکتل او په ګډه يې په افغانستان کې سولې، ټيکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته رسېدو لپاره د متحده ایالاتو- افغانستان په ژمنه ټينګار وکړ. د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې د سويلي آسيا لپاره د متحده ايالاتو نوې ستراتيژي، د افغانستان د حکومت او په ټوله سيمه کې د همکارانو سره، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د هغو ترهګرو د خوندي پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره چې دغه موخه ګواښي، د متحده ايالاتو د همکارۍ ژمنه په روښانه توګه بيانوي. په ورته وخت کې ولسمشر غني د متحده ايالاتو د نوې ستراتېژۍ څخه خپل ملاتړ يو ځل بيا تازه کړ او ټينګار يې وکړ چې حکومت يې د ټولو افغانانو د خونديتوب، امنيت او سوکالۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې ژمن دی.