د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سالیوان د جنورۍ په ۳۰مه نېټه کابل ته سفر وکړ تر څو په دغو سختو ورځو کې د افغانستان څخه د متحده ايالاتو په کلک ملاتړ ټينګار وکړي، د سويلي آسيا لپاره د متحده ايالاتو د سټراټيژۍ د موخو د ترلاسه کولو لپاره په ګډو هڅو خبرې اترې وکړي او د روانو اختلافاتو د سوله ايز حل لپاره لاره هواره کړي. د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سفر په افغانستان او سيمه کې سولې، امنيت او اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت او خلکو څخه د متحده ايالاتو د ژمنتيا څرګندونه کوي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین ربانی او نورو حکومتي مشرانو سره وکتل او د امنيتي همکاريو، د په خپل وخت، باوري او پراخو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو په ارزښت، او د افغانستان د خلکو لپاره د يوې سوله ايزې، خوندي او هوسا راتلونکې د جوړولو په موخه د دوامداره اصلاحاتو په راوستلو باندې خبرې اترې وکړې.
همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د مدنې ټولنې د ځوانو مشرانو، د رسنيو د غړو، سوداګرو، په افغانستان کې د مېشتو بشردوسته سازمانونو، بيلابيلو سياسي اشخاصو، او هغو مشرانو سره چې سولې ته د بنسټ اېښودو هڅه کوي، لیدنې کتنې وکړې. سربېره پر دې، هغه په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د کارکوونکو او هغو امريکايي ځواکونو سره چې د تورياليو افغان ځواکونو تر څنګ په افغانستان کې په زړورتيا سره دنده ترسره کوي هم وکتل او د هغوی څخه يې د سويلي آسيا د سټراتيژۍ د پلي کولو په موخه د هڅو لپاره مننه وکړه.