د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ټیم یې به کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو پلازمینې ته سفر وکړي. هغه به د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د دغه هېواد له مشرانو، د طالبانو او د سیمې هغو هېوادونو له استازو سره خبرې له سره پیل کړې، چې د هغوی ګټې په دغه هېواد کې د یوې عادلانه او تلپاتې سیاسي هوکړې، دایمي او هراړخیز اوربند سره تامینېږي.