متحده ایالات د نړیوالو مرستو په بودجې سره، د کویډ ۱۹ په وړاندې د نړیوال غبرګون لړۍ رهبري کوي. متحده ایالات ۲۰.۵ میلیارد ډالره یې د اغېزناک واکسین د چمتو کولو، چمتووالی هڅې او نورو بهرنیو مرستو لپاره ځانګړې کړې ده. زموږ نړیوالې هڅې د روغتیا په برخه کې سپما ته نژدې مرستو په برخه کې د متحده ایالاتو د څو لسیزو پانګونو په لړ کې ترسره کېږي. او موږ همدا راز ډاډ ورکوو، چې د متحده ایالاتو مالي تمویل او مهمې هڅې همدارنګه د دغه وژوونکی ویروس په وړاندې د نړیوالې هڅې همغږه او بنسټیزه برخه وي. موږ د رښتینو پایلو د ترلاسه کولو په حال کې یو، چې د نړی په لر او بر کې له ولسونو سره مرسته کوي، چې د کویډ ۱۹ ته غبرګون وښيي.
د کویډ ۱۹ ناروغي د خپرېدو راهیسې، د متحده ایالاتو دولت (USG) همدارنګه تر ۱.۶ میلیارده ډالره زیاتې پیسې، د دغه ناروغی سره د مقابلې په موخه دولتونو، نړیوالو سازمانونو او نادولتي موسسو ته د مرستې په موخه، ځانګړې کړې ده. دغه پیسې، چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو له خوا چمتو کېږي، د عامه روغتیاساتنې د روزنو په ښه والي، روغتیايي مرکزونو ساتنې، د لابراتوارونو زیاتولو، پر ناروغي څارنې او د چټک غبرګون د ظرفیت په رامنځته کولو په ۱۲۰ هېوادونو کې د وګړو د ژوند ژغورلو لامل ګرځي.
متحده ایالات د یو ولس په توګه بسیج شوی، ترڅو دغه ډول پراخ نړیوال اقدام ترسره کړي. موږ له خصوصي سکټور سره کار کوو، موږ د ولسمشر ټرمپ دغه ژمنه ترلاسه کوو، چې خپلو شریکانو او متحدینو ته د نړۍ په لر او بر کې ویلانتور چمتو کوو. له کویډ ۱۹ ناروغي سره د مبارزې په برخه کې زموږ نړیوالې مرستې تر اوسه ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته شاملېږي، چې د ویلانتور د چمتو کولو او نورو اړوندو ملاتړو په برخه کې ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د پراختیايي همکاریو سازمان له لارې ترسره کېدونکي لاندې مواردو ته شاملېږي.
- افغانستان: د کوید ۱۹ ناروغی د تشخیص او درملنې د ملاتړ لپاره د آی. ډی. اي د بشري او روغتیايي ۱۹.۱ میلیون ډالرو مرستو، د ایم. ار. ای د ۵.۷ میلون ډالرو بشري مرستو، په اړوندو مرکزونو کې د کویډ ۱۹ د کنټرول او مخنیوي په موخه د ۵۰۰۰۰۰ ډالرو او د کویډ ۱۹ ناروغي په وړاندې د افغانستان د ملي غبرګون د لړۍ د پياوړتیا او ملاتړ په موخه د ۱۴ میلیونو ډالرو په ګډون، د کویډ ۱۹ په برخه کې ۳۹.۴ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.