د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په وياړ د سفير بس اعلاميه

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په وياړ د سفير بس اعلاميه

 په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د ټولو کارکوونکو په استازولۍ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايم. وياړم چې په افغانستان کې دنده ترسره کوم او نن ستاسو سره د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹یمه کليزه لمانځم.

لکه څرنګه چې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير پومپيو وویل، افغانستان او متحده ايالات کلک او تلپاتې ملګري دي. مونږ په ټينګه توګه افغانستان ته ژمنه لرو، او د افغانستان د حکومت سره افغانانو ته د سولې او هوساينې د برابرولو د ګډو موخو د پرمخ بېولو لپاره ژمن پاتې کېږو. دغې موخې ته د رسېدو لپاره، مونږ ګډ کار او زيار ته سترګې په لار يو.

د خپلواکۍ ورځ مو نېکمرغه!